طالبانو ته د ناټو مشوره؛ پر جګړه ټینګار مه کوئ

خراسان خبرونه: د ناټو تړون غړو هېوادونو په سیاسي لارو د افغان کړکېچ د هواري له پاره د امریکا د هڅو ملاتړ وکړ. سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ناټو د وزیرانو غونډې ته وویل چې که څه هم ننګونې لا شته، خو په افغانستان کې سولې ته بېساری امکان جوړ شوی دی.

ښاغلي ستولتنبرګ چې په برسلز کې د ناټو په مرکز کې د غړو هېوادو د دفاع وزیرانو یوې غونډې ته غږېده، دغه راز له افغان ځواکونو سره تر ۲۰۲۴ کاله د مالي مرستو پخلی وکړ.

د ناټو سرمنشي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپېو وروستیو څرګندونو ته په اشاره چې ویلي یې و تر سپټمبره له طالبانو سره د یوه تړون هیله لري، وویل:

"د سولې چانس ډېر شوی، خو هر څه به د خبرو په بهیر پورې اړه لري".

ناټو: طالبان خبرو ته له کېناستو پرته بله لار نه لري

ناټو: طالبان د حالاتو د بدلولو وس نه لري

طالبان ناټو سره پر ستونزو د پوهاوي لار غواړي

طالبان وايي پر ناټو ځواکونو یې 'لاسبري' حتمي ده

د ناټو سرمنشي طالبانو ته مشوره ورکړه چې په جګړه ټینګار ونه کړي ځکه چې ګټلی یې نه شي او د خپلې خبرې د پخلي له پاره یې د هغوی له ولکې نه په دې وروستیو کې د څو ولسوالیو وتل او د هغوی د زندانو ماتېدل د بېلګې په توګه یاد کړل.

د برسلز په غونډه کې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون لري.

سرمنشي ستولتنبرګ له دې سره جوخت، افغان حکومت ته د مرستو پر دوام هم ټینګار وکړ چې دده په وینا به په جګړه او سوله کې د کابل دریځ پیاوړی کړي.

هغه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د طالبانو غوښتنې ته په اشاره وویل چې افغانستان ته ننوتل او راوتل یې ټول د شرایطو له مخې کېږي، او دوی د وتلو پر تړون نه، بلکې د سولې پر تړون کار کوي.

د برسلز په غونډه کې د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر هم ګډون لري.

ارسال نظر به عنوان مهمان

پیوست ها

Location

اشتراك گذاري :
0
  • هیچ نظری یافت نشد

ارتباط با خراسان نیوز

ایمیل ادرس : khorasannewsinfo@gmail.com

آخرین پست ها