دفاع وزارت: لوګر لپاره مو د طالبانو والي وژلی دی

خراسان خبرونه: چارواکي وايي، د طالبانو والي په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی ( ارشیف تصویر)

د افغانستان دفاع وزارت وایي، لوګر کې یې د طالبانو د والي په ګډون د هغوی یوشمېر لوړپوړي کسان او بهرني قومندانان وژلي دي. دوی وایي، د طالبانو والي حاجي لالا او ملګري یې تېره شپه په څرخ ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې د چارواکو دغه ادعا دروغ بللې او رد کړې یې ده.

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي خراسان ته وویل، دغه برید کې د طالبانو والي حاجي لالا سره یو ځای د هغه دوه مرستیالان او د لوګر، غزني، خوست، پکتیا او کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو مسئول وژل شوی دی.

''د افغان ځواکونو د هوایي عملیاتو په پایله کې لوګر کې د طالبانو والي حاجي لالا، مرستیالان یې بریالی او فریدون وژل شوي دي، دوی سره ځینې نور کسان هم و، یو هغه مولوي شمس الرحمان و چې د پنځو ولایتونو استخباراتي مسئول و، حکمتیار، شجاع او روف د دوی بهرني قومندان هم برید کې وژل شوي. ''

دفاع وزارت یوه ۱۶ ثانیې ویډیو هم خپره کړې چې ښيي له الوتکې یو کور په نښه کېږي او بیا وروسته د برید له سیمې لوګي پورته کېږي.

دوی ادعا کوي چې دا لوګر کې پر طالب چارواکو دبرید ویډیو ده.

څرخ د پل علم ښار جنوب لویدیځ کې پرته د لوګر له ناامنو ولسوالیو څخه یوه ده چې ځنګلونو او پیچلو لارو یې دا سیمه طالبانو ته په نسبتاً ارام ځای بدله کړې ده.

پخوا هم څو ځله په دغې ولسوالۍ کې پر طالبانو عملیات شوي چې د لوګر د چارواکو په خبره چیچنیایي او پاکستاني طالبان هم په کې وژل شوي یا نیول شوي دي.

لوګر کې د "طالبانو د والي په ګډون ۱۳" تنه وسله وال وژل شوي

د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان هوایي برید کې وژل شوی

"کندوز لپاره د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی"

دغه ولایت کې چارواکي په دې نظر دي چې بهرني طالبان کورنیو هغو ته جنګي روزونه ورکوي او د ماینونو د ایښودو او جوړیدو لارې چارې ور ښيي.

د تاوتریخوالي په پیښو کې بیا وسله والو طالبانو د دایکنډي په کجران ولسوالۍ کې ۸ پولیس وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي. د دایکندي والي سید انور رحمتي دخراسان ته وویل چې دغه پولیس د دوی پر پوستو د طالبانو د برید په پایله کې وژل شوي.

لوګر چارواکي په دې نظر دي چې بهرني طالبان کورنیو هغو ته جنګي روزونه ورکوي او د ماینونو د ایښودو او جوړیدو لارې چارې ور ښيي.

ښاغلی رحمتي وایي چې ځوابي ډزو کې اته طالبان هم وژل شوي دي. طالبانو ویلي چې دایکندي کې یې د پولیسو درې پوستې نیولي دي.

افغان حکومت او طالبان یو پر بل د خونړیو ګزارونو خبره داسې مهال کوي چې ټاکل شوې سبا د قطر پلازمېنه دوحه کې امریکایي او طالب مرکچیان د اوم ځل لپاره خبرو ته سره کېني.

همدا اونۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو کابل ته د خپل ناڅاپي سفر پر مهال وویل، هڅه یې داده چې تر سپتمبرمیاشتې پورې له طالبانو سره یوه جوړجاړي ته سره ورسیږي.

ارسال نظر به عنوان مهمان

پیوست ها

Location

اشتراك گذاري :
0
  • هیچ نظری یافت نشد

ارتباط با خراسان نیوز

ایمیل ادرس : khorasannewsinfo@gmail.com

آخرین پست ها