د بشري حقونو د څار سازمان: 'افغان ځانګړي ځواکونه دې د ولسي وګړو په وژلو محاکمه شي'

خراسان خبرونه: د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، هغه افغان کومانډویان باید محاکمه شي، چې د میدان وردګو ولایت پر یوه روغتون د یوې شپنۍ چاپې پرمهال یې څلور ولسي وګړي وژلي دي.

د فرانسې د خبري اژانس له قوله څو عیني شاهدانو د چنګاښ د ۱۷مې شپې د پېښې په اړه سازمان ته د خپلو سترګو لیدلی حال ویلی دی.

په دې اړه د اژانس په رپوټ کې راغلي، چې ځانګړو ځواکونو د یوې کورنۍ مشر وواژه او وروسته یې د درېیو نورو کسانو لاسونه وتړل او له ځانه سره یې بوتلل، وروسته ددغو درېیو کسانو مړي، چې یو یې د روغتون کارکوونکی، بل یې د روغتون ساتونکی او درېیم یې د یوه ناروغ د کورنۍ غړی و، وموندل شول.

تر چاپې وروسته د میدان وردګو والي مظفر الدین یمین د خبریالانه ته ویلي وو، چې د دایمیرداد ولسوالۍ سیدانو تنګي کې شپني عملیات شوي او څلور روغتیايي کارکوونکي پکې وژل شوي.

د وردګو والي: د جلګې پر روغتون چاپه کې طبي کارکوونکي وژل شوي

'افغانستان کې سږ کال پر روغتیايي کارمنانو بریدونه ډېر شوي'

ننګرهار؛ واده کې "ځانمرګي۶ کسان ووژل او تر ۱۴ ټپیان کړل"

'د سویډن کمېټې روغتون کې درې کسان وژل شوي'

د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د چارو مشرې پاتریشا ګوسمن ویلي: "پر روغتیايي بنسټونو برید د جګړې له قوانینو سرغړونه ده او که عاملان یې مجازات نه شي، دا ډول وضعیت به دوام ومومي. د افغانستان حکومت باید هغه قومندانان او سرتېري تر عدلي څار لاندې ونیسي، چې د برید امر یې ورکړی او برید یې کړی."

تر اوسه د افغانستان د دفاع وزارت او په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو د بشري حقونو د څار سازمان د دغې غوښتې لپاره غبرګون نه دی ښودلی.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ایا په دې چاپه کې د افغان ځواکونو ملاتړي امریکايي ځواکونه هم ښکېل و او که نه.

افغانستان کې څو ځله پر روغتونونو بریدونه شوي، خو سږ کال دا د روغتیايي کارکوونکو لپاره خونړی برید و.

په ۲۰۱۶ کال هم په میدان وردګو کې د سویډن کمېټې له خوا پر اداره کېدونکي روغتون ورته برید وشو، چې د برید مسؤولیت پر نړیوالو ځواکونو واچول شو. په هغه برید کې درې کسان وژل شوي وو.

په میدان وردګو کې د سیدانو تنګي پر روغتون برید په قطر کې د طالبانو او له کابله د ورغلي پلاوي ترمنځ تر خبرو څو ساعته وروسته وشو، چې په پرېکړه لیک کې یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي غوښتنه کړې وه.

ارسال نظر به عنوان مهمان

پیوست ها

Location

اشتراك گذاري :
0
  • هیچ نظری یافت نشد

ارتباط با خراسان نیوز

ایمیل ادرس : khorasannewsinfo@gmail.com

آخرین پست ها